کابل۔14اپرېل(اے پی پی) د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور دوهم وزير ذبيح الله مجاهد په هېواد كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو مشتمل د امريكائي خارجه څانګې رپورټ مسترد كولو سره دا په دروغه اډانه ګرځولې دې۔ هغه د زيارت په ورځ په خپل ټويټ كښې ووئيل په افغانستان كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ په څير كوم صورتحال نشته۔ په افغانستان كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ هغه مهال وكړې شوې كله چې قابضې امريكا او د دې اتحاديانو په افغانستان كښې د كارروائيو په مهال په يو ورځ كښې 8 افغانان وژلې وو۔ دوئي به په كورونو بمبارۍ كولې ٬ د مېرمنو او كوچنيانو په ضد به ئې كارروائۍ كولې او د شپې په تياره كښې به يۍ وګړي زندانونو ته لېږل۔ دا مهال داسې كوم صورتحال نه رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل دا مهال په افغانستان كښې د قانوني بشري حقونو ضمانت وركړې شوې دې ځكه په دې اړه د فكرمند كېدو كومه خبره نشته۔ ده ووئيل د افغانستان حكومت خلكو ته ددوئي بنيادي حقونه وركړي دي او وركوي