افغان حکومت د پخوانو امنيتي اهلكارو د وژنې او بې دركۍ په اړه د نيويارك ټائمز رپورټ مسترد كړو٬ افغان حكومت

کابل۔14 اپرېل(اے پی پی) د افغانستان حکومت د نیویارک ټائمز په هغه رپورټ اساس لرونكې ويډيو مسترد كړې ده په كومه كښې چې دا ادعا شوې چې په افغانستان كښې د نوي حكومت په اقتدار كښې د راتللو نه وروستو د تېر حكومت په سوؤنو اهلكار وژلې او بې دركه شوي دي۔ د افغان ميډيا له مخې د افغان حكومت وياند وئيلي دي چې د دا ډول راپورونو مقصد د افغان حكومت او اولس ترمينځه بې باوري رامخې ته كول دي۔ د نیویارک ټایمز راپور له مخې د نوي افغان حکومت په لومړیو شپږو میاشتو کښې په بېلابېلو ولایتونو کښې د پخواني حكومت شاوخوا 500 امنیتي اهلكار او پخواني حکومتي غړي وژل شوي او ورک شوي دي۔ په راپور كښې وئېلي شوي چې افغان حکومت د عامې معافۍ وركولو په خپل لوظ ولاړ نه دې پاتې شوې۔ د افغان حكومت وياند انعام الله سمنګاني دغه راپور ناسم او له تعصبه ډک بللی دې۔ هغه ووئيل دا راپور بې بنسټه دې او ددې مقصد د افغان حکومت او خلکو ترمنځ د بې باورۍ رامنځته کول دي٬ په حقيقت كښې داسې څه نشته۔