منېلا۔14اپرېل(اے پی پی) په فلپائن كښې د مېګي نومې سمندري طوفان د لاسه د راغلې سېلاب او لېنډ سلائيډنګ په نتيجه كښې د مړو شويو شمېره زياتېدو سره 121 ته رسېدلې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې په فلپائن كښې د تېرې اونۍ په پايه كښې د راغلي سمندري طوفان مېګي د لاسه د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ پېښو په نتيجه كښې په وسطي فلپائن كښې 118 او په سوئيلي فلپائن كښې 3 كسان مړه شوي دي۔ د قومي پوليس وياند بيلا رېنتوايا وئيلي چې تر زيارت ورځې په سيمه كښې د لېنډ سلائيډنګ او سېلاب د لاسه د مړو شمېره 121 ته رسېدلې ده۔ بلخوا د دې د لاسه 236 كسان ژوبل شوي هم دي۔