د افغانستان په سوئيلي ولايت زابل كښې د پك اپ ټرك اپوټه كېدو پېښه ٬ 18 كسان ژوبل

کابل۔14اپرېل(اے پی پی) د افغانستان په سوئيلي ولايت زابل كښې د پك اپ ټرك اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې 18 كسان ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د روغتيا صوبائي څانګې ډائرېكټر عبد الحكيم وئيلي چې دا پېښه تېره ورځ په شهر صفا اولسوالۍ كښې په ستره لاره رامخې ته شوه د كومې په نتيجه كښې چې 18 كسان ژوبل شول۔ په ژوبل شويو كښې د 3 كسانو حالت اندېښمن ښودلې شوې دې۔