په قندوز ولايت كښې 1000 كورنيو ته د مرستې سامان وركړې شو٬ افغان هلال احمر سوسائټي

کابل۔14اپرېل(اے پی پی) د افغانستان په قطبي ولايايت قندوز كښې نزدې 1000 بې آسرې او سوكړې ځپلې كورنيو ته د مرستې سامان وركړې شو۔ د چين خبر رسنې ادارې د افغان هلال احمر سوسائټي (اے آر سي اېس) وياند محمد رضا ناصري ميډيا بريفنګ حوالې سره وئيلي چې په قلعه ذال كښې سروے كړې شويو 1000 كورنيو كښې هرې كورنۍ ته 50 کلو اوړه ٬ 10 لېټر کوکنګ آئل، 25 کلو وريژې ٬ چائې ٬ چيني ٬ مالګه او بسكټ وركړې شوي دي۔ ده ووئيل په راتلونكو ورځو او اوونيو كښې به ضرورت مندو كورنيو ته د مرستې نور سامان هم وركولې شي۔