مدینہ منورہ۔14اپرېل(اے پی پی) د مسجد نبوي انتظاميې وئيلي چې د رمضان مباركې مياشتې اولنۍ ليسزې په مهال 65 لكه نه زيات كسان زيارت او لمونځ كولو له مسجد نبوي ته راغلل۔ د سعودي خبر رسنې ادارې د مسجد نبوي د انتظاميې بيان حوالې سره وئيلي دي چې د روژې مباركې مياشتې اولنۍ لسيزې په مهال 63 لكه 98 زره 502 كسانو زيارت وكړو او يو لك 32 زره 345 كسان په رياض الجنة كښې لمونځ وكړو۔ د انتظامیې لخوا د 12 لکه 85 زره 543 نه زياتې د زمزم اوبو بوتلې او 12 لکه 99 زره 510 نه زيات د افطار پېكټونه ووېشلې شؤ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دې نه وړاندې د حرمين شريفېن انتظاميې سېكتر انجينئر اسامه الحجيلي وئيلي وو چې د روان كال روژې مباركې مياشتې په مهال هيله ده چې لويې شمېر عمره كوؤنكي حرمېن شريفېن ته راروسي۔