بیجنګ ۔13اپرېل(اے پی پی) پاكستان كښې سياسي بدلون به په پاك چين اقتصادي او تجارتي مرسته كوم اغېز نه لري٬ چين به د پاكستان معاشي پرمختګ لپاره خپله مرسته روانه ساتي۔ د چينائي ورځپاڼې ګلوبل ټائمز تازه رپورټ له مخې نوي ټاكلي شوي وزيراعظم محمد شهباز شريف په خپل خطاب كښې ووئيل چې هغه به سي پېك ته په زړه پورې ډول وده وركړي كومه چې د بېلټ اېنډ روډ انېشیټو لاندې د پاك چائنه دوه اړخيزه مرستې مهمه منصوبه ده۔ دا ريماركس د چين او پاكستان ترمينځه د مضبوطې ملګرتيا ښكاره ثبوت دې۔ رپورټ كښې وئيلي شوي دا مهال پاكستانې معيشت ستونزو سره مخ دې ٬ اول د نړيوالې وبا كورونا وائرس د لاسه وځپلې شو ٬ بل اړخ ته د يوكرېن شخړې د لاسه د خام تېلو ٬ قدرتي ګېس او نورو مهمو څيزونو په بيعو كښې په نړيواله كچه اضافه وشوه چې ورسره پاكستان ته پېښ بهرنې اقتصادي فشار سوا شوې دې۔ رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي مرسته دواړو هېوادونو لپاره ډېره مهمه ده۔ په رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي دي چې د سي پېك منصوبې د لارې په پاكستان كښې د 75 زره نه زياتې د روزګار موقعې رامخې ته شوې دي ٬ په دې مهال چين هم دلته په بېلو منصوبو كښې زياته سرمايه كاري وكړه۔ رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي دي چې د بدلېدونكي جغرافيائي سياسي حالاتو په رڼا كښې چين پاكستان مرستې ته لا زيات اهميت ترلاسه شوې دې۔ د روس او یوکرین شخړې د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو د رسنۍ لړۍ او صنعتي تړون ته زيات زيان رسولې دې٬ په داسې حالاتو كښې به چين او پاكستان له نورو پرمختګ كوؤنكو هېوادونو ته صنعتي او سپلائي چېنز جوړول وي كوم به چې د دغه هېوادونو معيشتونو تل پاتې پرمختګ كښې مرسته وكړې شي۔ په دې تناظر كښې چين لپاره پاكستان او نورو پرمختګ كوؤنكو هېوادونو سره مرسته مضبوطه جوړول زيات مهم دي۔