قاهرہ ۔13اپرېل(اے پی پی) په مصر كښې د سېلګرو بس پېښې سره د مخ كېدو په نتيجه كښې د غېر ملكي وګړو په شمول 10 كسان مړه او 13 سخت ژوبل شوي دي۔ د عرب خپرونې ادارې له مخې د مصر اسوان صوبې ګورنر په خپل يو بيان كښې ووئيل چې په سوئيلي مصر كښې د يو بس په پېښه كښې 5 مصري ٬ 4 فرانسيسي او د بېلجيم يو وګړې مړ شوې دې۔ ده ووئيل 8 فرانسيسي او د بېلجيم 6 وګړي په ژوبل حالت كښې روغتون ته رسولې شوي دي۔ ده ووئيل د پېښې سبب معلومولو له پلټنې روانې دي۔