په نړيواله كچه د كووډ 19 كېسونو شمېره 50 كروړه نه زياته شوه

نیویارک ۔13اپرېل(اے پی پی) په نړيواله كچه د كووډ 19 كېسونو شمېره 50 كروړه نه زياته شوې ده۔ د امريكا د جان هاپكنز پوهنتون سېنټر فار سسټمز سائنس اېنډ انجينئرنګ له مخې په ګرده نړۍ كښې د دې وبا د لاسه 61 لکه 83 زره 35 كسان مړه شوي او د كورونا كېسونو مجموعي شمېره 50 كروړه 74 زره 490 ته رسېدلې ده۔ په امريكا كښې د کووډ 80,456,912 کېسونه رامخې ته شوي او د دې د لاسه 986,019 كسان مړه شوي دي۔ دې شمېرو سره امريكا د نړۍ تر ټولو زيات كووډ ځپلې هېواد دې۔ دوهم هند دې چرته چې د ځپليو شمېره 43,036,928 ده۔ درېم برازيل دې چرته چې ټول 30,161,909 کېسونه رامخې ته شوي دي۔ د پوهنتون د شمېرو له مخې په كومو هېوادونو كښې چې د لس لكه نه زيات كېسونه رامخې ته شوي دي په هغو كښې فرانس، المان، برطانیه، روسيه، سوئيلي کوریا او اطاليا شامل ده۔ په نړيواله كچه د كووډ كېسونه د تېر كال په 26 جنورۍ د 100 ملينه ٬ په 4 اګست له 200 ملينه ٬ د روان كال په 6 مه جنورۍ له 300 ملينه او په 8 فرورۍ له 400 ملينه څخه زيات شوي وو