ينګون 12 جون (اے پي پي)د ميانمر د بې دركه شوي پوځي الوتكې نور 26 مړي ترلاسه شوي دي چې ورسره د مړو شمېره 59 ته رسېدلې ده ۔الوتكه كښې د پوځيانو او د هغوي د كورنۍ غړي او د ا لوتكې عملې پشمول 122 كسان ناست وو۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د ميانمر كمانډر ان چيف په خپل يو بيان كښې وئيلې دي تېره ورځ د نورو …
د ميانمر پوځي الوتكې پیښه٬ 26 نور مړي ترلاسه شول ٬د مړو شمېره 59 ته ورسېدله

مزید خبریں
ينګون 12 جون (اے پي پي)د ميانمر د بې دركه شوي پوځي الوتكې نور 26 مړي ترلاسه شوي دي چې ورسره د مړو شمېره 59 ته رسېدلې ده ۔الوتكه كښې د پوځيانو او د هغوي د كورنۍ غړي او د ا لوتكې عملې پشمول 122 كسان ناست وو۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د ميانمر كمانډر ان چيف په خپل يو بيان كښې وئيلې دي تېره ورځ د نورو 26 كسانو مړي ترلاسه شوي كومو څخه چې تراوسه د مړو شمېره 53 ته رسېدلې ده ۔مړي د طبي معائنې لپاره داوي پوځي روغتون ته رسولې شوي۔بيان له مخې پھ مړو شويو كسانو كښې 26 سړي٬ 23 مېرمنې٬ 9 ماشومان شامل دي او د يو پېژندګلي نه ده شوې۔بيان له مخې د موسمي حالات ښه والي پھ سوب د لټون كار روان دې چې پكښې د فضائيه 5 الوتكې٬ 2 چورلكې او 9 بحري جهازونه برخه اخلي










