اسلام آباد ۔ 11 جون (اے پی پی) د برطاينې اولني مسلمان وزير شاهد ملك وئيلي دي په لندن كښې د ترهګرۍ بريد كښې شامل كسانو كښې د يو پاكستان نژاد وګړي شرخوښي دده ذاتي فعل دے او برطانيې له به د شدت خوښۍ چېلنج مقابلې له د هېواد داخلي وضعې ته پاملرنه كول وي۔ داسې زياتره كولې شي چې ددې ډول ترهګرو كاروايو تور په بهرنيو هېوادونو لګولې شي۔ …
برطانيې له به د شدت خوښۍ چېلنج مقابلې له د هېواد داخلي وضعې ته پاملرنه كول وي۔ شاهد ملك پاكستان د ترهګرۍ او شدت خوښۍ په ضد جنګ كښې د زرګونو په شمېر د امنيتي ٬ وسله والو ځواكونو ٬ پوليس اهلكارو او وګړو د قيمتي ځانونو قرباني وركړې۔ د برطاينې اولني مسلمان وزير شاهد ملك اے پي پي سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 11 جون (اے پی پی) د برطاينې اولني مسلمان وزير شاهد ملك وئيلي دي په لندن كښې د ترهګرۍ بريد كښې شامل كسانو كښې د يو پاكستان نژاد وګړي شرخوښي دده ذاتي فعل دے او برطانيې له به د شدت خوښۍ چېلنج مقابلې له د هېواد داخلي وضعې ته پاملرنه كول وي۔ داسې زياتره كولې شي چې ددې ډول ترهګرو كاروايو تور په بهرنيو هېوادونو لګولې شي۔ مونږ له به صبر او زغم څخه كار اخستل وي ۔ دا خبره هم ريښتيا ده چې ددې تعلق زياتره د هېواد داخلي صورتحال سره دے۔ او مونږ ته د پېښو چېلنجونو تعلق هم د خپل هېواد سره دے كوم كښې چې زمونږ د هېواد خپل وګړي ككړ دي۔ اے پي پي سره خپلو خبرو كښې شاهد ملک ووئيل هر يو ته دا معلومه ده چې شدت خوښۍ يا ترهګرۍ له د كسانو برېن واشنګ زياتره آن لائن كولې شي او د ټېكنالوجي لرونكو لويو كمپنو ذمه واري ده چې هغه خپل هېواد او كميونټيز ترهګرۍ څخه بچ كولو له خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ ده ووئيل په نورو تور لګول ډېر آسان كار دے ولې حقيقت دا دے چې د لندن په امن خوښې وګړو د بريد كوؤنكي خرم بټ كورنۍ دې بريد سره هېڅ تعلق نشته۔ ده په مسلمانانو زور راوړو چې هغوي د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ خاتمې له لا كار وكړي۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ و شدت خوښۍ په ضد جنګ كښې د زرګونو په شمېر د امنيتي ٬ وسله والو ځواكونو ٬ پوليس اهلكارو او وګړو د قيمتي ځانونو قرباني وركړې۔ او زمونږ د زرګونو په شمېرانو شهيدانو ددې قيمت هم ادا كړې۔ شاهد ملك ووئيل بدي او برائي د ژوند په هره څانګه كښې وي۔ په دې لړ كښې ده امريكا كښې د 168 امريكائي وګړو د ذبح كوؤنكي ټیموتھی مک وېګ حواله وركړه كوم چې عيسائيت ته منسوب كولې نه شي۔ دغسې په مانچسټر او لندن كښې د برطانوي وګړو وژونكې د اسلام نمائندګي نه كوي۔ ده په مسلمانانو زور راوړو چې هغوي يو موټې شي او نړۍ ته دا پېغام وركړي چې مونږ يوازې د ترهه ګرۍ او شدت خوښۍ غندنه نه كوؤ بلكې ددې په ضد يو موټې هم يو۔ ده ووئيل مسلمانان د بريد كوؤنكي دې مكار او شرخوښو كسانو د افعالو ذمه وار نه دي۔










