کابل۔11اپرېل (اے پی پی)د افغانستان په لوئيديز ولايت هرات كښې وېمن چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري د څو مياشتو تاخير نه وروستو يو وارې بيا پرانستلې شوې دې۔ د افغان ميډيا لمخې د چېمبر چارواكو وئيلي چې هغه به د مېرمنو د هلو ځلو بحالولو كښې آسانۍ وركوي۔ د چېمبر غړې ناز سلجوقي ووئيل چې د دې چېمبر يو وارې بيا پرانستلو او د دې د هلو ځلو بحالۍ سره به د مېرمنو ډاډګيرنه وشي۔ د وېمن چېمبر اېنډ انډستري له مخې د مېرمنو سوداګرو په هلو ځلو كښې اضافه شوې ده او دلته 1500 نه زياتې مېرمنې كاروبار سره تړون لري۔ په هرات كښې يوې مېرمنې كاروباري شخصيت عقیله رحیمی حكومت او نړيوالو تنظيمونو څخه د مرستې غوښتنه كولو سره ووئيل مېرمنې سختو معاشي چېلنجونو سره مخ دي او هره يوه مېرمن د خپلې كورنۍ مرستې له خواري كوي ځكه د دوئي دې مرسته وكړې شي