پاكستان كښې د بدلېدونكي سياسي وضعې له امله به پاك چين اړيكې نه ځپلې كېږي٬ چينيائي ورځپاڼه ګلوبل ټائمز

بیجنګ۔11اپرېل(اے پی پی) د چين او پاكستان تجزيه كارو وئيلي دي پاكستان كښې د بدلېدونكي سياسي وضعې له امله به پاك چين اړيكې نه ځپلې كېږي ولې چې د دوه اړخيزه اړيكو په تحفظ او وده د پاكستان ټولو ګوندونو او ټولو ډلو اتفاق كړې دې۔ د چنائي ورځپاڼې ګلوبل ټائمز له مخې تجزيه كارو وئيلي چې د سی پېک او بی آر آئی سره سره د ترهګرۍ او كورونا وائرس مخنيوي په شمول په نورو څانګو كښې چين پاكستان مرسته په پاكستان كښې په موجوده چېلنجونو قابو موندلو له مهمه ده۔ تجزيه كارو وئيلي دي د دې مطلب دا دې چې چين پاكستان لپاره د باور وړ ٬ معتبر ٬ قومي او ځانګړې همكار دے۔ د سنګ هوا پوهنتون د نېشنل سټرېټجي انسټي ټيوټ د تحقيق څانكې ډائرېكټر چيان فينګ وئيلي چې د پاكستان د روانو داخلې مسئلو به په پاك چين اړيكو هېڅ اغېز نه پرېوزي۔ په چين پاكستان اړيكو ژور نظر لرونكي رانا علي قېصر خان ګلوبل ټائمز ته ووئيل چې چين د پاكستان په زړه پورې ملګرې دې له دې كبله دې سره هېڅ فرق نه پرېوزي چې د پاكستان حكومت واګې د چا لاس ته ځي۔ تجزيه كارو وئيلي دي چې په فرورۍ كښې د چين لخوا پاكستان ته د جے۔10سی جنګي الوتكو برآمد كولو سره د پاكستان ائير فورس دفاعي صلاحيت لا قوي شوې دې۔ د فوډان پوهنتون پروفېسر من وانګ ووئيل چين د پاكستان پوځ او ټولو سياسي ګودونو سره د ملګرتيا غوره اړيكې لري او چين كله هم د بل هېواد په داخلي چارو كښې كومه لاس وهنه نه ده كړې۔