پېرس۔11اپرېل(اے پی پی) د فرانس په قطبي لوئيديزه سيمه كښې د كوچنۍ الوتكې پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 3 كسان مړه شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د فرانسيسي ميډيا رپورټس حوالې سره وئيلي دي چې دا پېښه د قطبي لوئيديزې سيمې برټني سېنټ بريوك هوائي مېدان ته نزدې هغه وخت رامخې ته شوه كله چې دغه الوتكه د پاڅېدو نه سمدستي وروستو په بېړني توګه كوزېدو كښې ناكامه شوه او هوائي مېدان ته نزدې ځنګل كښې پرېوتو سره ويجاړه شوه۔ د پېښې په نتيجه كښې په الوتكه كښې ناست درې كسان مړه شول۔ بلخوا د سېنټ بریوک پراسېکیوټر د پېښې سبب معلومولو له پلټنې پېل كړې دي۔