رام اللہ ۔11 اپرېل(اے پی پی) د فلسطین په لوئيديزه پوله اسرائيلي ځواكونو سره د نښتو په مهال 21 كلن فلسطينې وګړې شهيد شو۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د فلسطيني رياست د روغتيا وزارت وئيلي دي چې د لوئيديزې پولې بېت اللحم ښار په سوئيلي سيمه الخدر كښې د نښتو په مهال د اسرائيلي پوځ په ډزو يو 21 كلن فلسطيني وګړے شهيد شوے دے۔