کابل۔7اپرېل(اے پی پی) د افغانستان په قطبي ولايت قندوز كښې د يوې مياشتې په مهال د شري د لاسه 17 كوچنيان مړه شوي دي۔ چينائي ميډيا د افغان د روغتيا څانكې صوبائي مشر حوالې سره وئيلي چې د خسرې رنځ سره مخ 915 كوچنيان د قندوز ښار سول روغتون ته درملنو له منتقل كړې شوي دي۔ ځپلې شوي كوچنيان د قندوز، بدخشاں، تخار او بغلان ولايتونو بېلو سيمو څخه راغلي په كومو كښې چې 17 د دې رنځ د لاسه مړه شوي دي۔ د دې رنځ مخنيوي له د بشري خواخوږۍ تنظیم میډیسن سنز فرنټیئرز په دې وروستيو كښې په قندوز روغتون كښې د 80 بسترو يو وارډ پرانستې دې دغسې چې د شري كوچنييانو ته طبي آسانۍ وركړې شي۔