د امريكائي پوځ وتلو نه وروستو مو په افغانستان كښې كوم بريد نه دې كړې٬ پېنټاګون

واشنګټن۔7اپریل (اے پی پی) د امريكا د دفاع څانګې پېنټاګون وئيلي دي د تېر كال په اګست مياشت كښې د امريكائي پوځ وتلو نه وروستو مو په افغانستان كښې كوم بريد نه دې كړې۔ د افغان ميډيا له مخې د امريكا د خصوصی آپرېشنز کمانډ مشر جنرال رچرډ کلارک د امریکائي سېنېټ آرمډ سروسز کمېټۍ ته د خطاب په مهال د دې خبرې اعتراف وكړو چې د امريكائي پوځ د وتلو نه وروستو په افغانستان كشې انټېلی جېنس وسائلو ته رسنه محدود شوې ده۔ بلخوا يو شمېر امريكائي عهدېدارانو افغانستان څخه د وتلو نه وروستو په دغه هېواد كښې د ترهګرو ډلو د بيا سر په پورته كولو اندېښنه ښكاره كړې خو افغانستان په هېواد كښې د ترهګرو شتون مسترد كړې۔ د افغانستان وياند انعام الله سمنګاني وئيلي دي چې په ګرد هېواد كښې امنيتي صورتحال باوري كړې شوې ٬ دا مهال په افغانستان كښې كومه ترهګره ډله نشته كومه چې هېواد لپاره خطر جوړه شي۔ ده ووئيل امارت اسلامي ددې خبرې عزم كړې دې چې د منطقې او نړۍ سلامتيا خطر سره مخ كولو له به چاته د افغان خاورې كارولو اجازه وركولې نه شي