
کابل۔7اپرېل(اے پی پی) افغانستان د ایران په مشهد ښار کښې د امام رضا په زیارت برید په کلکو ټکو غندلې او وئیلي یې دي چې دې برید سره افغانستان او افغانان هېڅ تعلق نه لري۔ دا خبره د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت دوهم وزير ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کښې کړې ده. ياده دې وي چې د امام رضا په زيارت د چاقو په بريد کښې د ذاکر په ګډون دوه کسان وژل شوي او يو تن ژوبل شوې و