د يمن صدر خپل اختيارات نوي ليډر شپ كونسل ته منتقل كړل

ریاض۔7اپرېل(اے پی پی) د يمن صدر عبد الرب منصور هادي اعلان كړې دې چې هغه خپل اختيارات نوي ليډر شپ كونسل ته منتقل كوي ٬ دا كونسل به په 8 غړو مشتمل وي د كوم مشري به چې پخواني داخله وزير راشد العليمي كوي۔ د فرانسيسي ميډيا لمخې يمني صدر د زيارت په ورځ په ټېلي ويژن خپل بيان كښې ووئيل چې هغه پریذیډنشل ليډر شپ کونسل ته خپل ټولو اختيارات سپاري او دا اختيارات به بېرته نه شي اخستلې۔