نړيواله ورورولي دې په هند كښې د اسلامو فوبيا په رجحان كښی د زياتوالي نوټس واخلي٬ هندي چارواكي دې د مسلمانانو په ضد د بشري حقونو منظم خلاف ورزيو مخنيوي له كوټلي ګامونه پورته كړي۔ چينائي سكالي

بیجنګ:۔7اپرېل(اے پی پی)چینائي سكالر وئيلي دي نړيواله ورورولي دې په هند كښې د اسلامو فوبيا په رجحان كښی د اندېښنې وړ زياتوالي نوټس واخلي او هندي چارواكي دې د مسلمانانو په ضد د بشري حقونو منظم خلاف ورزيو مخنيوي له كوټلي ګامونه پورته كړي۔ دا خبره د چين ساؤتھ وېسټ يونېورسټي آف پوليټيكل سائنس اېنډ لا وزټنګ پروفېسر او په سوئيلي آسيائي هېوادونو كښې د چين پخواني دفاعي اتاشی چینګ ژزهانګ د زيارت په ورځ په يو بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل د هند واكمن ګوند بي جے پي او آر اېس اېس سره تعلق لرونكو هندو انتها خوښو په دې وروستيو كښې د هند د راجستھان رياست په كرولي سيمه كښې د مسلمانانو د 40 نه زيات كوورنه وسوزول ٬ دا ډول پېښه د نرېندر مودي د حكومت د اجازې او د ځائي امنيتي چارواكو د رضامندۍ نه غېر كېدې نه شي۔ ده ووئيل په داسې حالاتو كښې په هند كښې ټول اقليتونه د يرې او دهشت په فضا كښې ژوند كوي۔ ده ووئيل د نرېندر مودي سماجي وېش رامخې ته كولو سره د خپلې واكمنۍ مستحكم كولو عمل د بشري ژوند په ضد جرم دے۔ ده نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې په هند كښې اسلاموفوبيا ته خصوصي پاملرنه وكړي او هندي چارواكي دې د مسلمانانو په ضد د بشري حقونو منظم خلاف ورزۍ مخنيوي له كوټلي ګامونه پورته كړي دغسې چې په هند كښې د ټولو اقليتونو تحفظ ٬ سلامتيا او خېر ښېګړه باوري كړې شي۔