ايتهوپيا٬د بس اپوټه كېدو له امله 6 تكسه مړه٬ 4 ژوبل

اديس ابابا 06 اپرېل(اے پی پی)د ايتهوپيا په اديس ابابا پايه تخت كښې د يو وړوكې بس اپوټه كېدو په نتيجه كښې شپږ كسه مړه او څلور ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس ادارې د اديس ابابا انتظاميې په اړه ووئيل دا پېښه د تندرفتارۍ له امله رامخې ته شوې چې په نتيجه كښې يې 6 كسه مړه او څلور ژوبل شوي۔د رېسكيو ډلې د پېښې ځاې ته رسېدو سره مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړي۔د يادونې وړ ده په ايتهوپيا كښې د خرابو سړكونو٬اورلوډنګ او تندرفتارۍ له امله ګڼ شمېر پېښې رامخې ته كېږي