صوفيه 06 اپرېل(اے پی پی)بلغاريه كښې پوځي ټرك درياب ته د پريوتو په نتيجه كښې دوه غېر ملكي وګړي مړه او لس ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس ادارې د بلغاريه دفاع وزارت لخوا جاري بيان په اړه ووئيل پیښه تېره ورځ ريزوه سيمه كښې رامخې ته شوې چې په نتيجه كښې يې دوه غېر ملكي مړه او لس ژوبل شوي۔د رېسكيو ډلې مړه او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړي۔د پېښې سبب لپاره پلټنې پېل شوي دي