افغانستان ته د 32 ملينه ډالرو نوره مالي مرسته ترلاسه شوه

کابل۔6اپرېل(اے پی پی) افغانستان ته د بشري خواخوږۍ په بنېاد د نړيوالې ورورولۍ لخوا د 32 ملينه ډالرو نوره مرسته ترلاسه شوې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان عبوري حكومت د شورؤ په ورځ په يو بيان كښې ووئيل چې تېره ورځ افغانستان ته د 32 ملينه ډالره 20 م پېكج ترلاسه شو كوم به چې افغانستان انټرنېشنل بېنك ته وركولې شي۔ په بيان كښې افغانستان د نړيوالې ورورلۍ لخوا د بشري مرستې ستائنه كولو سره د بشري خواخوږۍ په څانګه كښې د لا مرستې غوښتنه كړې ده۔ د مرستې تنظيمونو د رپورټس له مخې د هېواد په نزدې 35 ملينه ودانۍ كښې 22 ملينه نه زيات كسان د خوراك كمي سره مخ دي۔