لندن۔6 اپرېل(اے پی پی) د هندي توغندي د پاكستان د حد دننه له پرېوتو څو ورځې وروستو فلپائن هند څخه په دې اړه ځواب غوښتلې وو۔ ددې خبرې انكشاف بي بي سي د هندي ورځپاڼو حوالې سره په خپل يو رپورټ كښې كړې دې۔ د رپورټ لمخې د هند نوموړې ورځپاڼې ’’دی انډین اېکسپرېس‘‘ خپل رپورټ كښې ليكلي دي چې فلپائن دا سپيناوې ځكه غوښتلې وو چې فلپائن د براهموس توغندي اخستلو لپاره په يوه لوظنامه لاس ليك كړې وو۔ د فلپائن د صدر روډریګو ډوټرټے په كابينه كښې مشر وزير او د دفاع سېكتر ډیلفائن لورینزانا هندي سفير شمبھو اېس کمارن په دې لړ كښې غوښتلې وو۔ هندي سفير د دفلپائن د دفاع سېكتر ته ووئيل د توغندي په سسټم كښې كومه تكنيكي مسئله نه وه او په دې لړ كښې پلټې روانې دي ٬ كومې به چې پايې ته د رسېدو نه وروستو فلپائن سره شيئر كولې شي۔