د روضې مباركې زيارت لپاره روزانه د 16 زره اجازت نامو جاري كولو اعلان

مدینه ۔6 اپرېل(اے پی پی) د رمضان المبارك مياشتې تر پايې به د رسول پاك (ص) مباركې روضې ته حاضرۍ لپاره نزدې 5 لكه اجازت نامې جاري كړې شي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې د مسجد نبوي شريف د انتظاميې حوالې سره زياته كړې چې د توكلنا او اعتمرنا اېپ د لارې د روضې شريفې زيارت لپاره راتلونكو كښې سړي او مېرمنې دواړه شامل دي كومو لپاره چې روزانه 16 زره 980 اجازت نامې جاري كولې شي۔ د انتظاميې وېنا ده چې د رمضان المبارك مياشتې تر پايې به د رسول پاك (ص) مباركې روضې ته حاضرۍ لپاره نزدې 5 لكه اجازت نامې جاري كړې شي۔