ماسكو 05 اپرېل(اے پی پی)د روسيې د خارجه وزارت وياند زاخارووا وئېلي دي د امريكې لخوا د يو آزاد رياست په كورنيو چارو كښې د مداخلت هڅه شوې۔په پاكستان كښې په سياسي پیشرفت تبصره كولو سره ده ووئيل د حقائقو او رپورټس څخه دا خبره رامخې ته شوې چې د حكومت په ضد سازش د بهر هېواد څخه پذيرائي او مالي مرسته شوې۔ده ووئيل په وزيراعظم عمران خان د 24-23 فرورۍ په مهال د ماسكو دورې اعلان كولو نه سمدستي ځينو هېوادونو فشار اچول پیل كړي او د دې دورې منسوخ كولو غوښتنه ئې كړې وه ۔د روسيې خارجه وزارت وياند ووئيل مونږ هيله لرو چې د ټاكنو په مهال به پاكستاني ووټرز د دې حالاتو نه خبرولې شي۔