د نائيجريا په پلاټو ولايت كښې په ميله د وسله والو په بريد كښې لس كسان ووژل شول

ابوجا 05 اپرېل(اے پی پی) د نائيجريا په پلاټو ولايت كښې په ميله د وسله والو كسانو د بريد په نتيجه كښې لس كسان وژلې شوي۔د غېر ملكي خبري اژانس ادارې له مخې د سيمه اېزې سلامتيا د اروپا مشر لارنس زونګو ووئيل په اريګووي سيمه كښې د پشكال تهوار لپاره د راجوړې كړی ميلې په مهال د وسله والو كسانو د بريد په نتيجه كښې لس كسان مړه او 19 ژوبل شوي۔ زونګو ووئيل ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړے شوي او امنيتي ځواكونه د سيمې پلو روان شوي دي