وزيراعظم عمران خان سره په كابينه كښې د سمندري چارو وفاقي وزير په توګه كار كول د درناوي خبره وه۔علي حېدر زيدي

اسلام آباد 05 اپرېل(اے پی پی)د پاكستان تحريك انصاف لارښود علي حېدر زيدي وئېلي دي وزيراعظم عمران خان سره په كابينه كښې د سمندري چارو وفاقي وزير په توګه كار كول د درناوي خبره وه۔په خپل بيان كښې علي زيدي ووئيل د سمندري چارو وزارت كاميابۍ يو اوږد فهرست دے او د شاندار ډلې نه بغېر دا ممكن نه وه۔ ده ووئېل لوي څښتن دې مونږ له پاكستان په صحيح معنو كښې د يو پرمختللي هېواد جوړولو او په اسلامي رياست د بدلولو توفيق راكړي۔