د سري لنكا واكمن ګوند پارليمنت كښې اكثريت ختم شو

کولمبو۔5اپرېل(اے پی پی) د اتحادي ګوندونو 42 غړو لخوا د حمايت بېرته اخستلو نه وروستو د سري لنكا واكمن ګوند سری لنکا پوډوجانا پیرامونا (اېس اېل پی پی) پارلیمنټ كښې اكثريت څخه محروم شوې دې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د حكومت حمايت نه وروستو كېدونكو كښې د سری لنکا فریډم پارټۍ 14، د اتحادي ګوندونو 10 او د اېس اېل پی پی 12 غړي شامل دي۔ د يادونې وړ ده چې د كال 2020 په ټول ټاكنو كښې د واكمن ګوند اېس اېل پی پی په مشرۍ كښې اتحاد د 225 غړو په پارليمنټ كښې 146 چوكۍ ترلاسه كړې وې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د كال 2020ﺀ په ټول ټاكنو كښې د سري لنكا واكمن ګوند 225 كسيزه ايوان لپاره په 146 چوكو كاميابي ترلاسه كړې وه۔