مسجد الحرام ته د زائرينو راتلل لا آسانولو له 100 دروازې پرانستې شوې

مکه مکرمه۔5اپریل (اے پی پی) په سعودي عربستان كښې حرمېن شريفېن انتظاميې د زائرينو راتلل لا آسانولو له په مسجد الحرام كښې 100 دروازې پرانستې دي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې د حرمېن شريفېن انتظاميې حوالې سره وئيلي دي چې عمره كوؤنكو ته آسانۍ وركولو او دوئي له رش څخه ساتلو له د مسجد الحرام 100 دروازې پرانستې شوي دي۔ دغسې حرمېن شريفېن انتظاميې زائرينو ته د روژې مباركه مياشت يو شمېر آسانۍ وركولو او دوئي د كورونا وائرس څخه ساتلو له هم ګامونه پورته كړې دي.