د روژې مباركه مياشت كښې دې د مسلمانانو مسجد اقصی ته آزادۍ سره تللو له ضروري ګامونه پورته كړی شي۔ د اردن شاه عبد الله ثاني اسرائيلي وزيراعظم سره خبرې

عمان۔4اپرېل(اے پی پی) د اردن شاه عبد الله ثاني وئيلي دي د روژې مباركه مياشت كښې دې د مسلمانانو مسجد اقصی ته آزادۍ سره تللو لپاره ضروري ګامونه پورته كړی شي۔ د ګل په ورځ اسرائيلي وزيراعظم نفتالي بينټ سره خپلو ټېلېفوني خبرو كښې هغه په فلسطيني سيمو كښې د تاؤتريخوالي او تصادم مخنيوي له د ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړو۔ د چين خبر رسنې ادارې د اردني حكومت لخوا د جاري شوي بيان په اړه ووئيل د اردن باچا عبد الله ثاني اسرائيلي وزيراعظم سره د ټېلېفوني تماس په مهال ووې د داسې ګامونو پورته كولو نه بايد ډډه وكړې شي چې ورسره په تشدد او تاؤ تريخوالي كښې زياتوالې وشي او د امن امكاناتو ته زيان ورسي۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې په خصوصي توګه دې د روژې مباركه مياشت كښې د مسلمانانو مسجد اقصی ته آزادۍ سره تللو لپاره ضروري ګامونه پورته كړی شي