ریاض۔ 2اپرېل(اے پی پی) په سعودي عربستان كښې د مسجد نبوي پخوانۍ وداني ټولو زائرينو لپاره پرانستلې شوه۔ د سعودي خبر رسنې ادارې لمخې د مسجد نبوي انتظاميې په يو بيان كښې وئيلي دي چې د رمضان المبارك په راتللو د مسجد نبوي پخوانۍ وداني ټولو زائرينو لپاره پرانستلې شوې ده۔ د بيان لمخې په روضه شريفه (رياض الجنة) كښې لمونځ كولو له به اجازت اخستل وي او د زائرينو دغلته تلل به د توكلنا يا اعتمرنا اېپ د لارې ممكن كولې شي۔ بيان كښې دا هم وئيلې شوي چې سړو ته به د ماسپخين نه وروستو نه واخله تر د تراويح نه پس پورې روضې ته د تللو اجازه وي او مېرمنې به د سحر په وخت د روضې زيارت كولې شي