باكو 01 اپرېل (اے پي پي) په آذربائيجان كښې د سكول ودانې لوېدو په پېښه كښې 4 كسان مړه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې قانون نافذ كوونكو چارواكو وئيلي دي چې دا پېښه د آذربائيجان په خپلواكه نخچيوان جمهوريه كښې رامېنځ ته شوې. په پېښه كښې څلور كسان مړه او يو ژوبل شوے. پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د سكول د ودانې يوه برخه ناڅاپي راولوېده. ژوبل شوے تن روغتون ته رسول شوے. چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.