ملګري ملتونه 01 اپرېل (اے پي پي) مرستندويه هېوادونو په افغانستان او ګاونډي هېوادونو كښې د انساني همدردۍ په بنياد د 2.44 اربه ډالرو لوظونه كړي دي. په مرستندويه هېوادونو كښې په لويو هېوادونو كښې امريكې د 512 مليونه ډالرو، برتانيې د 374 مليونه ډالرو ، المان د 219 مليونه ډالرو او چين د 200 مليونه ډالرو لوظ كړے دے. د چينائي مېډيا له مخې د ملګرو ملتونو د انساني چارو اسسټنټ سېكرټري جنرل جوئس مسويا په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې دا لوظونه دې زر ترسره كړې شي. ده هيله څرګنده كړه چې عطيه كوونكي به د زيارت ورځې په كانفرنس كښې د شويو لوظونو ن ه زياته برخه واچوي.