كېنبرا 01 اپرېل (اے پي پي) په آسټراليا كښې د چورلكې لوېدو په پېښه كښې 5 كسان مړه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې چارواكو وئيلي دي چې دا پېښه تېره ورځ په وكټوريه آيالت كښې د مېلبورن څخه 60 كلوميټره لرې په شمال كښې د بش لېنډ په سيمه كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې يوه نجي چورلكه چې پكښې د پائيلوټ پشمول 5 كسان موجود وو، ناڅاپي راولوېده او په نتيجه كښې ئې په چورلكه كښې ناست ټول كسان مړه شول. پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.