ماسكو31 مارچ (اے پي پي)روس د افغان حكومت لخوا روسيې لپاره د نامزد سفير د تعيناتۍ باضابطه توثيق كړې۔ د روسيې خبري اژانس له مخې د روسي خارجه وزير د زيارت په ورځ په چين كښې د افغانستان ګاونډي هېوادونو خارجه وزيرانو غونډه كښې ووئيل چې د نوې افغان حكومت لخوا د روسيې لپاره نامزد وړومبې سفير كوم چېر تېره مياشت روسيه ته راغلې و ، د روسيې خارجه وزارت يې توثيق وكړو۔ ده ووئيل چې افغان حكومت د اقتصادي او سفارتي اړيكو ودې لپاره هڅې كوي او په دې لړ كښې د طالبانو حكومت دوه اړخيزه او په ګڼ اړخيزه فارمېټ كښې هره ورځ غېر ملكي شراكتدارو سره ملاقاتونه كوي۔ ده ووئيل چې د افغانستان د منطقې نورو هېوادونو سره په اقتصادي مرسته كښې ښه والې راغلې كوم چې د دې هېواد ګټې څرګندوي او په قدرتي توګه دا روابط په نړيواله كچه نوې افغان حكومت تسليمولو ته وده وركوي۔