د سوئېلي كوريا د خلائي راكټ كاميابه تجربه

سيئول31 مارچ (اے پي پي) سوئېلي كوريا د يو خلائي راكټ تجربه كړې۔ د زيارت په ورځ د يان هاپ خبري ايجنسۍ له مخې د سوئېلي كوريا د دفاع وزارت په خپل يو بيان كښې وئېلي دي چې دا راكټ د سيئول څخه 150 كلوميټر لرې په سوئېل لوېديځ كښې تائين كښې موجود تنصيب څخه پرېښودل شوے۔ دا راكټ د نورو راكټونو په مقابله كښې زيات آسان او د لږ لګښت دے۔ وئېلي شوي چې د دې خلائي راكټ تجربه كاميابه شوې٬سوئېلي كوريا نور راكټونه هم خلا ته د لېږلو اراده لري۔