افغانستان كښې د جينكو سېكنډري سكولونو بندېدو نه پس ڼرېوال بېنك د 600 مېليونه ډالرو په 4 منصوبو عملدرآمد ايسار كړو

واشنګټن 30 مارچ (اے پي پي) افغانستان كښې د جينكو سېكنډري سكولونو بندېدو نه پس نړيوال بېنك د 600 مېليونه ډالرو په 4 منصوبو عملدرآمد ايسار كړے٬ د دې منصوبو مقصد په افغانستان كښې تعليم، صحت او د كركيلې په څانګو كښې بهتري او د وګړو د خېرښګړې په پروګرامونو كښې بهتري راوستل دي، د دې منصوبو فنډنګ د افغانستان ري کنسټرکشن ټرسټ فنډ(اے آر ټي اېف) له مخې كېدل وو۔ دا خبره د برتانيې خبرې رسنې ادارې له مخئ نړيوال بنېك خپل يو بيان كښې كړې ٬ بيان كښې په افغانستان كښې د جينكو سېكنډري ښونځي بندېدو غندنه كولو سره وئيلي شوي په افغانستان كښې د اے آر ټي اېف مالي هڅې جاري ساتلو لپاره د جينكو او مېرمنو تر ټولو سهولتونو يو برابر رسنې اړتيا ده۔ بلخوا افغان طالبانو خپل يو بيان كښې وئيلي دي په افغانستان كښې د جينكو په يونيفارم د پرېكړې نه پس به بيا سكولونه پرانستلے شي