په جهوريه كانګو كښې د پاكستانو عسكرو په شهادت ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازي منير اكرم خواشيني وښودله

ملګري ملتونه 30 مارچ (اے پي پي) په جهوريه كانګو كښې د امن مشن چورلكې په پېښه كښې د پاكستانو عسكرو په شهادت په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازي منير اكرم خواشيني ښودلې. په خپل يو بيان كښې ده په پېښه د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل په پېښه كښې د پاكستان د امن مشن 6 بهادرو اهلكارو شهادت ترلاسه كړے. ده غم جنو كورنيو سره غمرازي وكړه او وې وئيل د غم په دې وخت كښې دوي سره ولاړ يو. دوي به تل زمونږ په دعاګانو كښې ژوندي وي. د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د پاكستان سفير منير اكرم سره په ټيليفون خبرې كړي او د پېښې د جامع او سپېځلو پلټنو ئې باور وركړے