وزیراعظم محمد نواز شریف پېښور كښې د ترهه ګرۍ پېښه وغندله

اسلام آباد ۔ 25 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف پېښور كښې د ترهه ګرۍ پېښې غندنه كړې ده د كومې په نتيجه كښې چې د اېف سي 3 كارمندان شهيدان شوي دس ۔ د وزیراعظم آفس لخوا جاري كړې بيان ترمخه وزیراعظم امنيتي اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې چا چې د خپلو وګړو ساتنې لپاره د خپلو سرونو قرباني وركړې۔ وزيراعظم ووئيل د قانون نافذ كوؤنكو ادارو ځانګړې قربانۍ د ترهه ګرو ناوړه عزائمو په ضد د پاكستان خوندي كولو لپاره دي ۔ ده ووئيل د يو قام په حېث مونږ د دې خبرې نه خبر يو چې د ترهه ګرو په ضد جنګ كښې د انسانانو قربانۍ وركولو به توګه مونږ تر ټولو لوئے زيان پورته كړې ولې د خپلې بقاﺀ لپاره مونږ سره په مړانه جنګېدو نه غېر بله لاره نشته۔