د افغان امنيتي ځواكونو په بغلان ولايت كښې د وسله والو په ضد عمليات

کابل 30 مارچ (اے پي پي) افغان امنيتي ځواكونو د شمالي بغلان ولايت په “ده صلاح” اولسوالۍ كښې د حكومت مخالف وسله والو په ضد عمليات پېل كړې دي۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې د صوبائي پوليسو وېاند ادريس شېرزاد وئيلي دي چې د ده صلاح ضلعې په خوا اوشا كښې د مخالفينو په ضد كرېك ډاٶن پېل كړے شوے۔ په دې موقع غېر ملكي خبر رسنې ادارې ته د نوم نه ښودلو په شرط ځائي كسانو د كرېك ډاٶن تصديق كړې دې چې پكښې د دواړو ډلو ځاني زيان ادعا شوې ده