بيجنګ 28 مارچ (اے پي پي) د افغانستان په اړه د افغانستان ګاونډيانو هېوادونو پاكستان٬ايران٬تاجكستان٬تركمانستان او ازبكستان خارجه وزيرانو دوه ورځنۍ درېمه غونډه به د مارچ په 30مه نېټه د چين په انهوئي صوبه كښې كېږي۔په دې اړه د چين خارجه وزارت وياند وانګ ون بن د ګل په ورځ بريفنګ وركولو په مهال ووئيل د غونډې مشري به د چين سټېټ قونصلر او خارجه وزير وانګ يې كوي چې پكښې به پاكستان٬ايران٬روس٬تاجكستان٬تركمانستان او ازبكستان خارجه وزيران او د دوي استازي ګډون كوي۔وياند ووئيل دا غونډه به د افغانستان په مسئله د ګاونډيانو هېوادونو ترمينځه د اتفاق راپېدا كولو له مرستياله ثابت شي او په غونډه كښې به په افغانستان كښې استحكام ته وده او افغان اولس په مرسته خبرې اترې كولې شي۔وياند ووئيل د غونډې په موقع به د چين خارجه وزير د خارجه وزيرانو او افغان عبوري حكومت لنډ مهاله خارجه وزير امير خان متقي ترمينځه د مذاكراتو كوربتوب هم كوي او په غونډه كښې د انډونېزيا او قطر خارجه وزيرانو ته هم د ګډون بلنه وركړې شوې۔ده په امريكا زور راوړو چې په افغانستان كښې د اقتصادي تعمير نو بنيادي ذمه واري په ښه ډول ادا كړي۔د يادونې وړ ده د افغانستان ګاونډيانو هېوادونو خارجه وزيرانو د وړومبۍ غونډې مشري د ستمبر په 8مه نېټه كال 2021 پاكستان كړې وه او د دوهمه غونډه د اكتوبر په 27مه نېټه كال 2021 په مهال د ايران پايه تخت تهران كښې شوې وه۔