چين د ملګرو ملتونو د ګډوالو اېجنسې په مرسته د انساني همدردۍ په بنياد د مرستې سامان افغانستان ته وسپارلو

كابل 28 مارچ (اے پي پي) چين د ملګرو ملتونو د ګډوالو اېجنسې په مرسته د انساني همدردۍ په بنياد د مرستې سامان افغانستان ته سپارلے. د مرستې دا سامان تېره ورځ د چين ساٶتھ ساٶتھ كوآپرېشن اسسټنس فنډ د ملګرو ملتونو د كډوالو اېجنسې په مرسته وركړے. د چينائي مېډيا له مخې په دې لړ كښې د افغانستان په پلازمينه كابل كښې يوه دستوره وشوه چې پكښې افغانستان لپاره د چين سفير وانګ يو وئيلي دي د چين حكومت د كورونا وائرس وبا، تاٶ تريخوالي او وچكالې له امله د افغان اولس په اړه ډېره اندېښنه لري. ده ووئيل د مرستې دا سامان به په كابل، قندهار، بغلان او د ننګرهار ولايتونو پشمول په نورو سيمو كښې وېشلې شي چې ورسره به د ضرورت مندو افغانانو مرسته وشي. په افغانستان كښې د يو اېن اېچ سي آر لنډ مهاله استازي يوميكو تاكاشيما د مرستې ستائنه كړې او وئيلي ئې دي په وخت مرستې سره به د 90000 نه زياتو بې كوره شوو افغانانو او د سكول ماشومانو ته ګټه ورسي