صحرائے نجف 28 مارچ (اے پي پي) په اسرائيل كښې د امريكې، مصر، متحده عرب امارات، مراكش او د بحرين د خارجه وزيرانو ترمېنځه د نجف مشرانو د غونډې په دائره كار كښې دوه اړخيزه مذاكرات پېل شوي۔ د تركيه سركاري خبر رسنې ادارې ټي آر ټي د اسرائيل خارجه وزارت لخوا د جاري بيان پحقله ووئيل په خبرو اترو كښې د اسرائيل خارجه وزير يائر لپيډ پشمول د امريكې خارجه وزير انتھوني بلنكن، د مصر سميع شكري، د متحده عرب امارات عبدالله بن زايد، د مراكش ناصر بوريطه او د بحرين عبداللطيف بن راشد الزياني شامل دي۔ وئيلي شوي د مشرانو غونډې تر مخه په روانو خبرو كښې د ايران سره په اتومي لوظنامه٬ د اسرائيل او فلسطين په مسئله او د اسرائيل او هېوادونو ترمېنځه اړيكې د معمول له مخې كولو پشمول په يو شمېر سيمه ايزو مسئلو به غور كېږي۔ د يادونې وړ ده يو اے اي، بحرېن او مراكش په 2020 كښې اسرائيل سره اړيكې د معمول له مخې كولو لوظنامه كړې وه