كابل 28 مارچ (اے پي پي) د افغانستان هلال احمر سوسائټۍ د تركيې لخوا د مرستې وركړې شوې سامان يو زر كورنيو ته وركړو. د افغانستان لنډمهاله حكومت د ګل په ورځ په خپل يو جاري كړي بيان كښې وئيلي دي چې د افغانستان هلال احمر سوسائټۍ د ختيځ لغمان ولايت په قرعي ولسوالې او د بغلان ولايت په نهرين ولسوالې كښې 500 ، 500 كورنيو ته د مرستې سامان رسولے دے. د مرستې دا سامان د ترك هلال احمر سوسائټۍ لخوا وركړے شوے. په بيان كښې وئيلي شوي دي چې په ختيځ غزني ولايت كښې د روغتيا ډائرېكټورېټ د 3.5 مليونه افغانې ماليت طبي سامان د يونيسېف څخه ترلاسه كړې كوم به چې ډېر زر ولايت ته وركړے شي.