كابل 28 مارچ (اے پي پي) د افغانستان په بلخ ولايت كښې د نشه اي توكو د قاچاق په تور 37 كسان نيول شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د پوليسو يو چارواكي قاري رمضان ذاكري وئيلي دي چې افغان پوليسو په بلخ ولايت كښې د نشه اي توكو د قاچاق په تور 37 كسان نيولي دي. نيول شوي كسان د بلخ ولايت په ځينې برخو كښې د نشه اي توكو په قاچاق كښې ككړ وو كوم چې تفتيش لپاره اړوند عدالتونو ته سپارل شوي دي.