ابوجا 27 مارچ (اے پي پي) په نائجېريا كښې په هوائي اډه د وسله والو په بريد كښې يو تن مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د نائجېريا د كدونا ايالت د پوليسو وياند وئيلي دي چې په شمالي غربي كدونا ښار كښې په هوائي اډه د 200 نه زياتو وسله والو بريد كړے. د وسله والو په بريد كښې يو امنيتي اهلكار وژل شوے. ده ووئيل چې په پېښه كښې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي هم دي. چارواكو هوائي اډه او تنصيبات محفوظ كولو لپاره نور امنيتي اهلكار په ځائ كړے شوي دي.