كوالالمپور 27 مارچ (اے پي پي) په مالېزيا كښې د 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 20 زره 923 كېسونه رپورټ شوي دي چې ورسره په هېواد كښې د كورونا ځپليو كسانو ټوله شمېره د 4122004 نه زياته شوې. د چينائي مېډيا له مخې د مالېزيا د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې په هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا په وبا كښې نور 34 كسان په حق رسېدلي دي او دې سره په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 34 زره 751 ته رسېدلې. چارواكو وئيلي دي چې په هېواد كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 242487 ده.