واشنګټن 26 مارچ (اے پي پي) د امريكې خارجه محكمې طالبانو ته وئيلي دي چې هغوي دې نړيوالې ټولنې سره د اړيكو په خاطر په خپلو لوظونو قائم پاتې شي. د برتانوي مېډيا له مخې د امريكې د خارجه محكمې نائب وياندې جلينا پورټر مېډيا ته ووئيل چې مونږ طالبانو سره خپل ځينې ملاقاتونه منسوخ كړي دي چې پكښې د دوحه فورم ملاقاتونه هم شامل دي. هغې ووئيل چې طالبانو د روانې اونې په مهال د جينكو د سېكنډري سكولونو پرانستل كېدو نه يو څو ساعته پس بېرته بند كړي وو، كه د طالبانو لخوا دا پرېكړه په سمدستي توګه بېرته وانخستل شوه نو دې سره به افغانستان ته او نړيوالې ټولنې سره د طالبانو اړيكو ته سخت زيان ورسي.