په كانګو كښې د امنيتي ځواكونو په كارروائې كښې 27 ياغيان وژل شوي

كنساشا 26 مارچ (اے پي پي) په جمهوريه كانګو كښې د امنيتي ځواكونو په كارروائې كښې 27 ياغيان وژل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د كانګو په اېټوري ولايت كښې د امنيتي ځواكونو وياند لېفټېننټ جولس نګونګو وئيلي دي چې د اېټوري په وونكټو كلي كښې تېره ورځ د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې د اے ډي اېف 27 ياغيان وژل شوي دي. وياند ووئيل چې د دې عملياتو مقصد دا سيمه د ياغيانو نه پاكول دي. د عملياتو په مهال د ياغيانو په اډو قبضه شوې او د دې اډو څخه چاودېدونكي توكي او بمونه ترلاسه كړې شوي دي. وياند ووئيل چې عمليات به روان ساتلې شي.